جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند امریکا د عدلیې وزارت:د طالبانو پخواني قومندان حاجي نجیب الله پر...

د امریکا د عدلیې وزارت:د طالبانو پخواني قومندان حاجي نجیب الله پر خپل جرم اعتراف وکړ

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، چې د امریکا حکومت له لوري نیول شوي پخواني طالب قومندان حاجي نجیب الله پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.

هغه، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ میلادي کالونو کې امریکايي ورځپاڼې د خبریال او د دوه افغانو وګړو په تښتولو تورن وو.

یاد وزارت ویلي، چې نوموړي په افغانستان کې امریکايي پوځیان هم په نښه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه پر خپل جرم اعتراف کړی او اوس به د خپل جرم سزا وویني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here