د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د پخوانیو افغان همکارانو بیا مېشتېندنه د دوی د پالیسیو یوه برخه ده.
ټېمي بروس ټینګار کړی چې د پخوانیو افغان همکارانو د لېږد د منع کولو لپاره هیڅ نوملړ نشته.
نوموړې ویلي، د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د اجرایي فرمان لمخې، د امریکا د خوندیتوب لپاره د امنیتي ارزونو بهیر دوام لري.
تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د امریکا حکومت د افغان همکارانو لېږد ځنډولی دی.

