د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې، د یوناما او نورو سرچینو په حواله ویلي، د طالبانو او داعش خراسان غړو له اګست ۲۰۲۱ را وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د غچ اخیستنې په توګه بېمحاکمې او غیرقانوني وژنې ترسره کړي دي.
راپور زیاتوي چې داعش خراسان د افغانستان د ثبات د کمزوري کولو په هڅه کې طالبان او همداراز د هزاره شیعه ټولنه په نښه کړې ده.
د راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو د پخواني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو لپاره د عمومي عفوې ژمنه کړې وه؛ خو په پنجشېر، کندز، کابل، نیمروز، غزني، خوست، جوزجان، فاریاب، تخار، سرپل او هرات کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې مستند راپورونه ثبت شوي دي.
یوناما هم د هغو پخوانیو چارواکو د نیول کېدو پېښې ثبت کړي چې په ناحقه د مقاومت جبهې سره په تړاو تورن شوي دي.

