د امریکا متحده ایالاتو د اخوانالمسلمین (Muslim Brotherhood) او د لبنان، مصر او اردن څانګې د ترهګرو سازمانونو په توګه نومولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان په چوکاټ کې شوی، چې هدف یې د هغو اسلامي ډلو له منځه وړل دي چې د امریکا ملي امنیت او نړیوال ثبات ته ګواښ ګڼل کېږي.
د اعلان له مخې، د لبنان اخوانالمسلمین د “بهرني ترهګر سازمان” (FTO) او همدارنګه د “نړیوال ځانګړي ترهګر” (SDGT) په توګه ثبت شوی، او د دې ډلې مشر محمد فوزي تقوش هم د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی دی.
همدارنګه، د امریکا د خزانې وزارت د مصر او اردن د اخوانالمسلمین څانګې د حماس د مالي او لوژستیکي ملاتړ له امله د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شاملې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دا ګام د یوه “اوږدمهاله او جدي نړیوال کمپاین” پیل دی څو د اخوانالمسلمین هغه شبکې له منځه یوړل شي چې تاوتریخوالی، افراطیت او سیمهییزه بېثباتي پیاوړې کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د دغو ډلو ټولې مالي سرچینې، بانکي حسابونه او نړیوالې اړیکې په نښه کړي څو د ترهګرۍ د ملاتړ توان ترې واخیستل شي.
دا پرېکړه به نه یوازې د دغو ډلو پر نړیوال فعالیت سخت بندیزونه ولګوي، بلکې هر هغه هېواد، بنسټ او شخص به هم تر قانوني تعقیب لاندې راولي چې له دغو سازمانونو سره مرسته وکړي.

