د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډيموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.
په لیک کې ویل شوي چې پاکستان د «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخ کمپاین او د بشري حقونو د خراب وضعیت» مسؤل دی.
دا هڅه د کانګرس غړو پرمیلا جیاپال او ګرېګ کاسار په مشرۍ شوې او په لیک کې د الهان عمر او رشیده طلیب لاسلیکونه هم شامل دي.
قانون جوړوونکي له واشنګټنه غواړي چې د پاکستان پر هغو چارواکو ویزه بندیز او د شتمنیو کنګل کول پلي کړي چې د امریکا د وګړو، اوسېدونکو او سیاسي مخالفینو په ځورونه کې لاس لري.
په لیک کې ټینګار شوی چې په پاکستان کې سیاسي مخالفین، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فشار او ګواښ لاندې دي، او هېواد له سخت سیاسي بحران سره مخ دی.
تر اوسه پاکستان په دې اړه غبرګون نهدی څرګند کړی.

