د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست امر کړی چې له لاسانجلس څخه دې د ملي ګارد څلور زره سرتېري بېرته واېستل شي.
دا سرتېري تر مظاهرو وروسته ښار ته استول شوي وو.
د پنتاګون ویاند شان پارنل ویلي، دا پرېکړه د ماموریت د بریا له امله شوې.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د دې ځواکونو هدف د فدرالي اموالو او کارکوونکو ساتنه وه، خو دا اقدام د کالیفورنیا د سیمهییزو چارواکو له انتقادونو سره مخ شوی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په میاشت کې، د کالیفورنیا د والي گاوین نیوسام له مخالفت سربېره، د کډوالۍ ضد مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارډ او سمندري ځواکونو سرتېري دغه ایالت ته لېږلي وو.

