پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا دفاع وزارت؛منځني ختیځ ته B52 بم غورځونکې او جنګي جټ...

د امریکا دفاع وزارت؛منځني ختیځ ته B52 بم غورځونکې او جنګي جټ الوتکې استوي

منځني ختیځ کې د وضعیت له ترینګلتیا سره په یو وخت د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي منځني ختیځ ته د الوتکو لېږدونکې ابراهم بېړۍ پر ځای بي – ۵۲ بم غورځونکې، د تېلو لېږدونکې، جېټ الوتکې او ځینې نورې جنګي بېړۍ استوي.

رویټرز د پنټاګون یو چارواکي له قوله لیکلي، که ایران او یا یې متحدین د امریکا اوسېدونکو او یا ګټو ته زیان ورسوي نو امریکا به یې دفاع وکړي.

تر دې وړاندې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی و، چې منځني ختیځ کې به د دوی وګړو او اسرائیل ته د بیا ځلي زیان په صورت کې له ناوړه پایلو سره مخ شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here