د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایکس شبکه کې په فارسي حساب کې ویلي، د ایران حکومت د هېواد اقتصاد ویجاړ کړی او وروستي اعتراضونه یې په تاوتریخوالي ځپلي دي.
د بیان له مخې، د حکومت پالیسۍ خلک د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو عاجز کړي او دا د اعتراضونو مهم لامل دی.
په پیغام کې ویل شوي، ګڼ شمېر کسان یوازې د اعتراض او د نظر د څرګندولو له امله وژل شوي دي.
همداراز، د قربانیانو کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره سره د مړو د سپارلو او ښخولو لپاره پیسو ورکولو یا پور اخیستو ته اړ شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کړنې نفرتانګېزې او غیرانساني بللې دي.

