ټاکل شوې، چې د امریکا او روسیې استازي به نږدې راتلونکي کې سعودي عربستان کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسېدو خبرې وکړي.
پخواني سناتور مایکل مککال رویټرز ته ویلي، چې نږدې ورځو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت مشاور مایک والتز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی استیو ویتکاف به سعودي عربستان ته لاړ شي.
خو تر اوسه نه ده معلومه چې دا کسان به له کومو روسي چارواکو سره وګوري.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلي وو چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره امریکا سره خبرو ته چمتو دی.

