د امریکا استخبارات وایي، چې روسیه، چین او ایران د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن وهي.
دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دې دریو هېوادونو اجنټانو د امریکا له تېرو انتخاباتو څخه زدهکړه کړې ده.
دوی دغه راز ویلي چې دغه روزل شوي کسان ښه چمتووالی لري چې په را روانو انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.
د دوی په وینا ښايي دا اجنټان د فزیکي ګواښونو او تشدد هڅه وکړي او ډېر امکان شته چې د انتخاباتو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو عملیات ترسره کړي.
یادو هېوادونو د امریکا دغه تورونه رد کړي دي.

