سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا استخبارات:پوتین د اوکراین او د اروپا د ځینو سیمو د...

د امریکا استخبارات:پوتین د اوکراین او د اروپا د ځینو سیمو د نیولو موخه لري

د امریکا استخباراتو ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د اوکراین د بشپړ نیولو او د پخواني شوروي د ځینو اروپایي سیمو د بېرته ترلاسه کولو اراده لري.

دا خبره رویټرز ته د امریکا له استخباراتي معلوماتو سره تړلو سرچینو کړې ده.

دغه ارزونې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه دریځ خلاف دي چې وایي پوتین د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

بل‌خوا کرملین دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول استخباراتي پایلې ناسمې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here