د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شنبې په ورځ یې د هوايي دفاع سیستمونو ۳۷ بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) او ۲۰ بالستیک توغندي چې د دغه هېواد پر لور توغول شوي وو، له منځه وړي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا بریدونه د ایران او امریکا-اسرائیلو تر منځ د جګړې له پراخېدو وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم رسېدلي، او امارات هم څو ځله د ډرون او توغندیو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
وزارت ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې د اماراتو هوايي دفاع په ټولیز ډول:
۱۸۷۲ بېپیلوټه الوتکې
۱۵ کروز توغندي
۳۹۸ بالستیک توغندي شنډ کړي دي.
د راپورونو له مخې، ډېری توغندي او ډرونونه د اماراتو د هوايي دفاع له لوري ویشتل کېږي، خو کله ناکله د هغوی پاتې شوني په ابوظبۍ او دوبۍ کې پر استوګنیزو سیمو هم لوېږي او لږ زیانونه اړوي.

