د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون اعلان کړی چې دنده یې پای ته رسېدلې ده.
نوموړي دا خبره په یوه پیغام کې د خپلې ایکسپاڼې له لارې کړې ده.
نیکلاسون ویلي، چې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه یې ماموریت د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.
هغه له ټولو افغانانو او همکارانو څخه چې د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې، مننه کړې ده.

