افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۳۸ ټنه زعفران صادر کړي چې له دې لارې یې تر ۶۷.۵ میلیونه امریکايي ډالرو زیات عاید تر لاسه کړی دی.
د افغانستان د زعفرانو اتحادیه وايي، د دغه محصول ۹۵ سلنه تولید په هرات ولایت کې کېږي.
د اتحادیې د معلوماتو له مخې، زعفران دا مهال په نږدې ۱۲ زره هکتاره ځمکه کرل کېږي چې شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ هکتاره یې په هرات کې دي.
د اتحادیې مشر ابراهیم عدیل ویلي، چې افغان زعفران اروپا، عربي هېوادونو او امریکا ته صادر شوي دي.
په ورته وخت کې افغان زعفرانو د کیفیت له پلوه یو ځل بیا د نړۍ لومړی مقام خپل کړی او دا لسم ځل دی چې دا مقام د بلجیم د خوند ارزونې نړیوال انستیتوت له لوري ورکول کېږي.

