اووه څلویښت کاله وړاندې په همدې ورځ، د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور/ غویي د اوومې کودتا په افغانستان کې د هیواد د لومړي ولسمشر، محمد داود خان جمهوري حکومت ونړاوه او واک د خلق ډیموکراتیک ګوند ترلاسه کړ.
د ثور د اوومې کودتا د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه او د عطف نقطه پیښه ګڼل کېږي.
له دې کودتا وروسته چپ اړخو حکومتونو د شوروي اتحاد (د هغه وخت) په ملاتړ واک ته ورسیدل، او له هغې وروسته افغانستان د اوږدو او خونړیو جګړو ښکار شو چې تر نن پورې دوام لري.

