د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان وايي، هرات کې پر تصویر اخیستلو د طالبانو بندیزونه نه یوازې د رسنیو ازادي محدودوي؛ بلکې د ولس اساسي حقونه هم اغېزمنوي.
دوی په یوې خبرپاڼې کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې دا بندیزونه پای ته ورسوي.
خبرپاڼه کې راغلي، د امرباالمعروف چارواکي په رسمي او غیر رسمي غونډو کې په هرات کې خبریالان د تصویر اخیستلو ته نه پرېږدي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر تصویر اخیستلو بندیز لګېدلی دی.

