د ترکیې په استانبول ښار کې دوموتکس(DOMOTEX) نړیوال نندارتون پر مهال، د افغانستان یوې غالۍجوړوونکې کمپنۍ د ۱۹ هېوادونو له شرکتونو سره تر سیالۍ وروسته د نندارتون د غوره تولیداتو لوړه جایزه ګټلې.
یاد نندارتون، د جنورۍ په ۸مه پیل شوی و چې د نړۍ د غالیو د صنعت له سترو شرکتونو سره یو مهم نړیوال فورم بلل کېږي.
افغان شرکت په دې نندارتون کې د لاساوبدل شوو غالیو نوې ټولګه وړاندې کړې وه چې د کیفیت، نوښت او دودیز هنر د یوځای کېدو له امله د نړیوالو داوریانو پام ور واړاوه.

