شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند افغانستان-تاجیکستان سرحد کې؛تېره اوونۍ لس چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان-تاجیکستان سرحد کې؛تېره اوونۍ لس چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرې اوونۍ کې د افغانستان او تاجیکستان پوله کې پر چینايي وګړو دوه بریدونه شوي، چې په پایله کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجیکستان چارواکو او په دغه هېواد کې د چین سفارت دا معلومات تایید کړي دي.

د چین سفارت خپلو وګړو او شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ـ تاجیکستان له سرحدي سیمو څخه ژر تر ژره ووځي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د برید لومړۍ پېښه چې درې چینايي وګړي په کې وژل شوي وو، غندلې وه او تاجیکستان ته یې د هر ډول تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ډاډ ورکړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here