د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ د ۲۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د دغه بورډ له مشر غیاث شبسیغ سره لیدلي دي.
په لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د بانکي سکتور د “شریعت پر بنسټ ښه مدیریت” او د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو پر پراخولو بحث کړی دی.
یاده غونډه د اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو د استازو په ګډون د مراکش په پلازمېنه رباط کې د جولای له لومړۍ تر ۳مې نېټې ترسره شوې ده.

