پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهد اسلامي همکاریو سازمان؛د غزې د نېولو او د فلسطینیانو د بېځایه...

د اسلامي همکاریو سازمان؛د غزې د نېولو او د فلسطینیانو د بېځایه کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې وغندلې

د اسلامي همکاریو سازمان د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د نیولو او هلته د خلکو د بېځایه کولو څرګندونې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان غزه کې د اوربند د ټینګښت، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د فلسطین د خلکو پر ضد د اسراییل د ټولو جنایتونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here