د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدمتونه باید له سیاسي مسائلو بېل وګڼل شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د روغتیايي سکټور د پراختیا او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې.
په دې لیدنه کې العیاش د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې ده.

