د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې سره یې یو هوکړهلیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې ۳۰ د زړه ناروغ ماشومان درملنه ترلاسه کړي.
دا هوکړهلیک د دغه سازمان د کابل د دفتر مشر سعید العیاش او د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور ترمنځ لاسلیک شوی دی.
یاد سازمان ویلي، چې دغه هوکړه به ماشومانو ته د حیاتي خدماتو عادلانه لاسرسي تضمین کړي.
د یادونې ده، چې افغان سره میاشت له یوې آلماني موسسې سره هم تړون لري چې هر کال شاوخوا ۴۰ ماشومان درملنې ته آلمان ته لېږي.

