د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې به۱۷۰۰ فلسطینیان ازاد کړي.
اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د یاد پوځ په حواله راپور ورکړی، چې تل ابیب به دا بندیان په راتلونکو ورځو کې ازاد کړي.
راپور زیاته کړې چې، په دغه بندیانو کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې کسان په عمري بند محکوم شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې تل ابیب به ۱۰۰۰ نور بندیان هم خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د اوربند هوکړه په رسمي ډول پرون ورځ د قطر په دوحه کې د مذاکره کوونکو لخوا لاسلیک شوه.

