د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او دوه مخکښ اتومي ساینسپوهان، فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي، د اسرائیل د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې بریدونه د ایران پر مهمو نظامي او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د نطنز غنيسازۍ سایټ، ترسره شوي، چې پراخې چاودنې، اورلګیدنې او د سپاه پاسداران د قوماندې په جوړښت کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
له ختیځ تهران څخه خپاره شوي انځورونه د سپاه د قومندې مرکز په ودانۍ کې د اور او لوګیو صحنې ښيي.
اسرائیلي پوځ وایي د عملیاتو لومړۍ مرحله یې بشپړه کړې او لسګونه نظامي هدفونه یې په نښه کړي، چې هدف یې د ایران د اتومي وسلو مخنیوی دی.

