د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژره عملي کړي.
هغه په خپل اېکس پوسټ کې لیکلي، چې باید په هره ممکنه لار دغه طرحه پر مخ یوړل شي څو د اسراییلو یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي.
هرتزوک ویلي، اسراییل د فرصت په یوه مهمه شیبه کې دی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه ګام به د منځني ختیځ اړیکې او کورني سیاست ته مثبت بدلون راولي.

