د اسرائیلو د انرژۍ وزیر الی کوهن ویلي، که له ایران سره کومه هوکړه ترلاسه نه شي، پر دغه هېواد د برید احتمال شته.
کوهن، چې د اسرائیلو د سیاسي-امنیتي کابینې غړی هم دی، زیاته کړې: «اټومي موضوع یوه نړیواله مسئله ده، او دا ښه ده چې ډونالډ ټرمپ په دې اړه سرې کرښې ټاکي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې، چې په اسلاماباد کې ترسره شوې، پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.

