پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهد اسراییل دفاع وزیر:که لبنان سیمه کنټرول نه کړي، موږ به یې...

د اسراییل دفاع وزیر:که لبنان سیمه کنټرول نه کړي، موږ به یې ونیسو

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دې هېواد پوځ ته یې لارښوونه کړې چې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره چمتووالی ونیسي.

کاتز ویلي، که د لبنان حکومت ونه شي کولی په خپل قلمرو کې وضعیت کنټرول کړي، نو اسراییل به اړ شي چې خپله مداخله وکړي.

د هغه په وینا، دې موضوع په اړه یې د لبنان ولسمشر ته هم خبرداری ورکړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر ټینګار کړی چې که د لبنان حکومت د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو توان ونه لري، اسراییلي ځواکونه به د سیمې د کنټرول لپاره اقدام وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here