د اسراییلو د پوځ د استخباراتو د ایران څانګې پخواني مشر آساف کوهن ویلي چې ایران د خپل ستونزمن وضعیت له امله امتیاز ورکولو ته اړ شوی او هڅه کوي د احتمالي برید پر وړاندې د چمتووالي لپاره وخت ترلاسه کړي.
هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا امریکا رښتیا هم د هوکړې غوښتونکې ده او که یوازې د برید لپاره د لا زیات چمتووالي وخت ته اړتیا لري.
کوهن د ایران د اټومي پروګرام په اړه زیاته کړې چې تهران د شته اټومي موادو د رقیق کولو او د څارنې د بېرته ستنېدو خبرې کوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایا بشپړو ژمنو ته چمتو دی که نه.
هغه ټینګار کړی چې د څارنې د بیا پيل څرنګوالی او د ایران د ژمنو عملي کول د هر ډول احتمالي مذاکراتو مهمې او مبهمې مسئلې دي.

