د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران د اسراییلو ګواښلو ته دوام ورکړي، نو “د اسراییلو اوږده لاسونه” به تر تهران او خامنهيي پورې ورسېږي.
کاتز دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د رامون هوايي اډې ته د خپل سفر پر مهال وکړې.
نوموړي وویل: «خامنهيي ته یو واضح پیغام لرم او هغه دا، چې که دوی د اسراییل ګواښلو ته دوام ورکړي؛ نو موږ به بیا او دا ځل په لا زیات ځواک سره، تر تهران او خامنهیي پورې ورسېږو.»
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د ایران مشر علي خامنهيي د اسد په ۳مه د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پیل کې د خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو وژل “درنه ضربه” وبلله؛.خو ټینګار یې وکړ چې اسراییل “خپلې موخې ته ونه رسېد.”

