د اسراییلو د دفاع وزیر یسراییل کاټز د ایران له خوا د اسراییلي لوړپوړو چارواکو د احتمالي ترور د نوملړ په خپرېدو توند غبرګون ښودلی دی.
کاټز په اېکس کې په طنزي او ګواښمنه لهجه لیکلي چې علي خامنهیي دې کله ناکله له خپل پټ ځایه د وتلو پر مهال اسمان ته ښه ځیر شي او هر غږ دې په دقت واوري.
هغه زیاته کړې، د «سور واده» د عملیاتو ګډونوال چې د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه یې د سپاه پاسداران څو لوړپوړي قوماندانان ووژل، هلته د خامنهیي په انتظار دي.

