چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeکورپاڼهد اسرائیل پوځ:هاشم صفي‌الدین درې اونۍ مخکې په بیروت کې وژل شوی

د اسرائیل پوځ:هاشم صفي‌الدین درې اونۍ مخکې په بیروت کې وژل شوی

د اسرائیل پوځ ویلي، چې د لبنان د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین لا دمخه د دغه هېواد د پوځ په یوه برید کې وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییلو پوځ ویلي چې هاشم صفی الدین درې اونۍ مخکې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دا په لبنان کې د حزب الله د مشر احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د مړینې لومړنی رسمي تایید دی.

تر دې مخکې اسرایلو ویلي و، چې ښايي نوموړی د بیروت په څنډه کې د خپلو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here