د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلاماباد د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د احتمالي پوځي تقابل د بیا پیل لپاره د تیارسۍ امر کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د اسرائیل د پوځ مشرتابه خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د راتلونکو احتمالي سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیسي، ځکه وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.
تر دې وړاندې د اسرائیلو د انرژۍ وزیر الی کوهن هم خبرداری ورکړی و چې که له ایران سره کومه هوکړه ونه شي، نو پر دغه هېواد د برید احتمال شته.

