د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدئون سعار د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې اسرائیل د ایران د سیمهییزو متحدانو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
سعار ویلي، د ایران له لوري ملاتړ کېدونکي دولتونه او ترهګریزې نیابتي ډلې په منځني ختیځ کې د بېثباتۍ اصلي لامل دي.
د هغه په وینا، په دغو ډلو کې حماس په غزه، حزبالله په لبنان او حوثیان په یمن کې شامل دي.
د اسرائیلي چارواکي په خبره، تر هغه چې دا ډلې له منځه ولاړې نه شي، په سیمه کې به ثبات رامنځته نه شي، او ټینګار یې وکړ چې دا د اسرائیل اساسي هدف دی.

