چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند ازبکستان د احصایې ملي اداره:افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک...

د ازبکستان د احصایې ملي اداره:افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک شو

د ازبکستان د احصایې ملي ادارې ویلي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د ۱.۳ مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د راپور له مخې، افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک دی، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي.

راپور زیاتوي، په همدې موده کې د ازبکستان ټولیز صادرات ۳۰.۹ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

افغانستان ته د ازبکستان ډېری صادرات خوراکي توکي، برېښنا او ساختماني مواد جوړوي.

چارواکي وايي، د ترانزیټي لارو او سرحدي اسانتیاوو پراختیا د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here