د ازادۍ په نوم جبهه وايي، چې د دوی ډلې د طالبانو تر واک لاندې د کابل هوايي ډګر پوځي برخې په راکټي بریدونو سره په نښه کړې دي.
د ازادۍ جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې تېره شپه د دوی کسانو د کابل پر هوايي ډګر په پوځي اهدافو له څو راکټونو ویشتلو وروسته له طالب سرتېرو سره نښته وکړه.
یادې جبهې ادعا کړې چې په دغه بريد کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، چې تېره شپه د کابل پر هوايي ډګر څو راکټونه لګېدلي او د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

