د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د ایران له لوري د افغان مهاجرینو اخراج یو جنایت او لویه ناکامي بللې ده او ویلي دي چې ایران افغان مهاجرین «جهنم» ته شړي.
هغې ویلي، دا کډوالې نه، بلکې جبري او بېقانونې شړل دي، چې له پناه غوښتنې پرته ترسره کېږي.
نیومن د ایران دا کړنه ناقانونه ډلهييز اخراج بللی او ویلي یې دي چې دا د ایران د دولت یوه قصدي پالېسي ده.
هغې د اروپايي ټولنې پخوانۍ ژمنې، چې افغانان به په ایران کې خوندي وي، «ریاکاري» بللې ده.
نیومن وايي، ښځې بېرته داسې نظام ته شړل کېږي چې موجودیت یې نه مني، او بېسرپرسته ښځې حتا له سرپناه هم محرومې دي.
هغې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې افغان کډوالو ته بشري ویزې ورکړي، او د ایستنې خوندي لاره پیدا کړي.

