د اروپایي پارلمان مشرې روبرټا مېتسولا د اروپایي ټولنې له هغه اقدام څخه هرکلی کړی، چې له مخې یې د ایران سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه د نوملړ پر سر جدي ګامونه اخیستل شوي دي.
نوموړې ویلي، د سپاه پاسداران ترهګریز سازمان ګڼل یوه سمه او پر وخت پرېکړه ده.
روبرټا مېتسولا په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، دا هغه پرېکړه ده چې تر څو اونیو مخکې یې عملي کېدل ډېر ناشوني ښکاره کېدل، خو د وروستیو بدلونونو او تحولاتو له امله اوس ورته لاره هواره شوې ده.
د هغې په وینا، اروپایي ټولنه باید د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې یو متحد او روښانه دریځ ولري.
د اروپایي پارلمان مشرې ټینګار کړی چې سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د تاړتریخوالي په کړنو کې رول لري، بلکې د سیمې د بېثباتۍ او ناامنۍ له اصلي عواملو څخه هم شمېرل کېږي.

