د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي یې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي چې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
یاد وزارت ویلي، چې دغه مرسته د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو ته ځانګړې شوې.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې، په پاکستان او ایران کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغوی په زور ایستل دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

