د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو په خپله لومړۍ غونډه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی ویلي، د افغانانو بشري ملاتړ ته به دوام ورکړي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دغو هېوادونو د ټولګډوني حکومت د رامنځته کېدو ملاتړ کړی دی.
اعلامیه کې د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندیتوب او له ګاونډیانو سره د سولهییزو اړیکو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

