پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اردن پاچا عبدالله دویم بن الحسین پاکستان ته په سفر تللی او هلته یې د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي.
د دواړو مشرانو تر منځ په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او هند وضعیت هم مطرح شوی؛ خو د دغو بحثونو جزییات لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
د معلوماتو له مخې، اسلاماباد او امان پرېکړه کړې چې د اقتصادي، سیاسي او کلتوري همکاریو تر څنګ به په دفاعي برخه کې هم شراکت پراخوي او ګډ کار به زیاتوي.

