په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا، ګډو همکاریو او د افغان ځوانانو د روزنې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین قدرتالله جمال سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
همداراز ویل شوي چې اذربایجان د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره هم خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

