د احصایې نړیواله اداره وایي، افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو په پلمه ۲۸ ځلې خپل بیرغ بدل کړی.
دغې ادارې پر خپله ایکسپاڼه د هغه هېوادونو لېست خپور کړی چې له خپلواکۍ وروسته یې دوه یا ډېر ځله خپل بیرغ بدل کړی.
په دغه لیست کې لېدل کېږي، چې عراق، ایران، لیبیا، میانمار، وینزویلا او جنوبي افریقا دوه دوه ځله خپل بیرغ بدل کړی؛ خو افغانستان ۲۸ ځله خپل بیرغ بدل کړی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې هر حکومت واک ته له رسېدو وروسته خپل بیرغ ته بدلون ورکړی.

