د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت لوړپوړي چارواکي به د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
د جرمني رسنیو په راپور کې ویل شوي، دغه سفر د دې لپاره دی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د شړلو په اړه خبرې وشي چې په جرمني کې مجرمان او خطرناک بلل کېږي.

چارواکي وايي دا بهیر به په پټه ترسره شي او هڅه کېږي د ځانګړو الوتنو پر ځای د عادي ملکي الوتنو له لارې ترسره شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ټینګار کړی چې د پناهغوښتونکو شړل باید منظم ترسره شي او همدا لامل دی چې کابل کې مستقیمې خبرې کوي.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې د قطر په منځګړیتوب دوه پروازونه شوي او په وروستي پرواز کې د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې ۸۱ افغان مهاجر له آلمان څخه ایستل شوي وو.

