د آلمان لومړی وزیر فریدریش میرتس وایي، د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني او دا موضوع د آلمان د بهرني سیاست په اجنډا کې نشته.
نوموړي ویلي، که څه هم له طالبانو سره د تخنیکي کچه اړیکې شته؛ خو دا اړیکې دیپلوماتیک رسمیت نه لري.
میرتس زیاته کړې، چې د آلمان او افغانستان ترمنځ دیپلوماتیک روابط په بشپړ ډول نهدي پرې شوي؛ خو دا تعاملات د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د هېوادونو ترمنځ محدوده تخنیکي همغږي ده.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د رژیم دیپلوماتیک رسمیت پېژندنه «اصلاً نهشي کېدای».

