چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Homeافغانستاند آلمان د زاکسن ایالت وزیر:درې افغان پناه‌ غوښتونکي له اېستنې مخکې...

د آلمان د زاکسن ایالت وزیر:درې افغان پناه‌ غوښتونکي له اېستنې مخکې تښتېدلي

د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر ویلي، درې افغان پناه‌ غوښتونکي چې تېر جمعه د ۸۱ نورو افغانانو سره یو ځای له دې هېواده ایستل کېدل، له پروازه څو ساعته مخکې تښتېدلي دي.

نوموړي له فدرالي حکومت غوښتي چې افغانستان ته د ایستنو پروسه چټکه او منظمه کړي.

تېر جمعه آلمان ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي چې جرمونه یې کړي وو، افغانستان ته وایستل.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې آلمان په جرمونو تورن افغان کډوال افغانستان ته انتقالوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here