یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند آزادۍ جبهې؛د بلخ د ملکي زیانونو په اړه د یوناما راپور...

د آزادۍ جبهې؛د بلخ د ملکي زیانونو په اړه د یوناما راپور رد کړ

د آزادۍ جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د یوناما هغه راپور رد کړی چې پکې ویل شوي، چې د دغې جبهې د بریدنو له امله د بلخ ولایت په دوو بریدونو کې اووه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

یوناما دا پېښې د مزارشریف ښار اړوند بللې او د یادو بریدونو مسئولیت یې دې جبهې پورې تړلی.

خو د آزادۍ جبهې ویلي، دا پېښې له دوی سره تړاو نه لري او دوی د جګړې قوانینو، د ملکي وګړو ژوند ته ژمنتیا او دعامه تاسیساتو د خوندیتوب اصولو ته پابند دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here