د افغانستان د ازادۍ جبهه چې د پخواني افغان پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ د طالبانو ضد وسله واله ډله ده، او د هېواد په یوشمیر ولایتونو کې فعاله ده، خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر ضد د پراخو او لویو بریدونو تابیا لري.
دغه جبهه د کابل په ګډون په یو شمیر پښتون میشتو ولایتونو کندهار، لغمان او ننګرهار کې هم فعاله ده، او وخت ناوخته په طالبانو غلچکي بریدونه کوي.

