د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر، تاکایوشي کرومایا، سره لیدلي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د ښه والي، د بشري مرستو د موثریت او دوام په اړه بحث کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د جاپان سفیر اعلان کړی چې جاپان به په روان زیږدیز کال کې د بېلابېلو برخو لپاره خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

