د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش ـ خراسان) د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د نننۍ چاودنې مسؤولیت منلی دی.
د دې ډلې اړوندو رسنیو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې برید د دوی د وسلهوالو له خوا ترسره شوی.
داعش ویلي چې دا برید د دوی د اهدافو په چوکاټ کې ترسره شوی دی او یو پلان شوی برید و.
د یادونې ده چې چاودنه نن غرمه مهال د کابل په شهرنو سیمه کې د ګلفروشۍ په کوڅه کې د یوه هوټل دننه، په هغه رستورانت کې وشوه چې د چینایانو له خوا چلول کېده.
په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي چې پکې یو چینایي وګړی او شپږ افغانان شامل دي او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

