د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شتون حتا د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي.
هغه د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو ناسته چې په ماډریډ کې پیل شوې، ویلي:« له همدې امله، وړاندیز کېږي چې د افغانستان د خلکو ملي جرګه په قاطع او مشخص ډول تأسیس شي. دا جرګه باید له نارینهوو او ښځو، او همداراز له ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو څخه جوړه وي، چې د افغانستان پر استقلال، ازادۍ او ملي حاکمیت باور لري.»
د یادونې ده چې د هرات د امنیتي ناستې دولسم پړاو نن د هسپانیا په ماډریډ کې د نړیوالو کارپوهانو په حضور کې پیل شوه.
دغه ناسته د افغانستان؛ د هیلې ژوندي کېدل او ګډې هلېځلې تر نامه لاندې ترسره کېږي، چې پکې د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو ارزونه کېږي.

